په ننګرهار ولایت کې په وسله وال برید کې ۸ تنه وژل شوي دي
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې په یو خونړي وسله وال برید کې لږ تر لږه ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د ننګرهار ولایت والي ضیاءالحق امرخیل ویلي دي چې تیره شپه د ننګرهار ولایت د سراچې علي خان په سیمه کې په یو کور وسله وال برید شوی چې په نتیجه کې ۸ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې دا برید د تراویح لمانځه پر مهال شوی دی. په برید کې د حاجي عبدالوهاب په نامه د یو تن پنځه زامن او درې وریرونه وژل شوي دي.
دا لا معلومه نده چې برید د چا لخوا شوی دی. د برید مسئولیت هم تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
ځايي رسنیو ویلي دي چې داسې ښکاري چې دا برید د مځکو پر سر د شخړې په نتیجه کې شوی وي.
په افغانستان کې د ملګروملتونو سازمان دفتر یوناما د اپریل په ۱۴ مه نیټه اعلان وکړ چې په افغانستان کې د روان کال په لومړۍ ربع کې ۵۷۳ تنه ملکي وګړي وژل شوي دي.
په راپور کې راغلي دي چې په افغانستان کې د روان کال په لومړنیو درې میاشتو کې د تیر کال په پرتله د ملکي وګړو ځاني تلفاتو شمیره د تیر کال همدې مودې په پرتله ۲۹ سلنه لوړه شوې ده .
ددې وژنو ۴۳ عشاریه ۵ سلنه د طالبانو لخوا، ۱۷ سلنه يي د حکومت د پلوي ځواکونو لخوا او ۵ سلنه يي بیا د داعش ترهګري سازمان لخوا ترسره شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی