طالبانو په بلخ او بدخشان کې ګن شمیر افغان سرتیري وژلي دي
د افغانستان په شمال کې په بلخ ولایت کې د طالبانو په برید کې لږ تر لږه ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د بیان په خپرولو سره ویلي دي چې طالبانو د بلخ ولایت د چمتال ولسوالۍ د سر آسیاب پر امنیتي پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ۵ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.
په بیان کې راغلي دي چې پدې نښته کې ۷ تنه طالبان هم وژل شوي او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.
د برید مسئولیت طالبانو په غاړه اخیستی دی. طالبانو د ټولنیزې مډیا له لارې په کړو څرګندونو کې ویلي دي چې د بلخ ولایت د چمتال په ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو پر پوستې برید کړی . طالبانو ددې پوستې د نیولو ادعاء هم کړې د ه.
طالبانو په پوستې د برید پر مهال د ۱۱ تنو سرتیرو د وژل کیدو او ۵ تنو د اسیر نیولو ادعاء کړې ده.
د بله پلوه د بدخشان ولایت والي ویلي دي چې طالبانو ۴ تنه افغان سرتیري چې یو څه موده مخکې اسیر نیولي وو نن پدې ولایت کې په ډزو وژلي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی