په مزار شریف ښار کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د روغتون سرطبیب ووژل شو

د افغانستان په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د روغتون سرطبیب ووژل شو.

1619200
په مزار شریف ښار کې د شاهین ۲۰۹ قول اردو د روغتون سرطبیب ووژل شو

 

د ۲۰۹ شاهین قول اردو د روغتون سرطبیب صالح محمد صمیم د ناپیژاندو وسله والو لخوا وژل شوی دی.

د بلخ ولایت د پولیسو ویاند عادل شاه عادل خبري‌ رسنیو ته ویلي دي‌ چې نن دوشنبه د اپریل ۱۲ مه د سهار د ۶بجو او ۵۰ دقیقو په شاوخوا کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو د روغتون په سرطبیب مرګونی برید وشو.

د هغه په وینا نا پیژاندو موټرسایکل سپرو وسله وال د مزار شریف ښآر د پنځمې حوزې په مربوطاتو کې د کارته فردوسي‌ په سیمه کې د سرطبیب  په رینجر ډوله موټر ډزې وکړې چې په نتیجه کې سرطبیب او د هغه موټر چلوونکي‌ ژوند د لاسه ورکړ.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. پولیسو هم تر اوسه پورې ددې پيښې په تړاو څوک نیولي ندي.



اړوند خبرونه