په جلال آباد کې خونړۍ چاودنه شوې ده

په جلال آباد کې چاودنې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده

1616146
په جلال آباد کې خونړۍ چاودنه شوې ده

د افغانستان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې  خونړۍ چاودنه شوې ده .

د ننګرهار ولایت د والي‌ ویاند عطاءالله خوګیاڼي  خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن چارشنبه د اپریل ۷ مه نيټه سهار د شپږو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد د دویمې حوزې په مربوطاتو کې  د ماین چاودنه شوې ده .

هغه ویلي‌ دي‌ چې چاودنه د سړک په غاړه کې په یو ګلدان کې د ځای په ځای شوي‌ ماین له کبله شوې ده .

هغه ویلي‌ دي چې له بده مرغه پدې پيښه کې ۲۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

د هغه په وینا پدې پیښه کې ۲ تنه ملکي‌ وګړي مړه او د ۳ تنو پولیسو او ۱۵ تنو ملکي‌ وګړو په ګډون ۱۸ تنه ټپیان شوي‌ دي.

د برید مسئولیت چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه