په کابل کې د ملي‌ اردو په موټر چاودنه شوې

د ابل د قره باغ په ولسوالۍ کې د ملي‌ اردو پر موټر چاودنه شوې

1614674
په کابل کې د ملي‌ اردو په موټر چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د ملي‌ اردو په یو موټر چاودنه شوې ده .

د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري‌ رسنیو ته ویلي‌ دي‌ چې نن دو شنبه د اپریل پنځمه د سهار د ۷ بجو پر مهال د کابل د قره باغ ولسوالۍ د سبز سنګ په سیمه کې د ملي‌ اردو پر موټر چاودنه شوې ده .

هغه ویلي‌ دي چې پدې برید کې یو تن سرتیری مړ او ۴ تنه نور ټپیان شوي‌ دي.

د ویلو ده چې تیره ورځ‌ هم د کابل د پغمان په ولسوالۍ کې د امنیتي‌ ځواکونو په یو مرکز د موټر بم برید وشو چې په نتیجه کې  ۳ تنه سرتیري‌ مړه او ۱۲ تنه نور ټپیان شوي‌ وو.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه