په هرات کې پر امنیتي پوستې خونړۍ چاودنه شوې

د افغانستان په لویدیځ کې د هرات په ولایت کې پر یوې امنیتي پوستې خونړی برید شوی دی.

1612548
په هرات کې پر امنیتي پوستې خونړۍ چاودنه شوې

 

د هرات ولایت سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې نن پنجشبه د سهار د ۶ بجو پر مهال د انجیل ولسوالۍ د کمر کلاغ د سیمې پر پوستې چاودنه وشوه چې په نتیجه کې دوه تنه امنیتي سرتیري مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات ولایت د عامې روغتیا ریاست ویاند ډاکټر محمد رفیق شیرزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې ددې پيښې دوه تنه مړي او دوه ټپيان د هرات حوزي روغتون ته راانتقال شوی دي.

هغه ویلي دي چې د پيښې ټپیان سمدلاسه نږدې روغتونونو ته انتقال او د درملنې لاندې نیول شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.

د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې یوه ښځینه پولیسه د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شوه.

د ننګرهار پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه نن سهار د جلال آباد ښار په څلورمه ناحیه کې رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې تیره اونۍ په جلال آباد ښار کې درې تنه ښځینه واکسیناتورانې د نامعلومو وسله والو کسانو لخوا په ډزو وژل شوې وې.

همداشان نږدې یوه میاشت مخکې هم په جلال آباد ښار کې د یو خوصي تلویزیون پر ښځینه کارکوونکو مرګوني بریدونه شوي وو چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی وو.



اړوند خبرونه