په هلمند کې د افغان ځواکونو چورلکه لویدلې ده

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د افغان ځواکونو اړوند یوې چورلکې بیړنۍ ناسته کړې ده .

1612460
په هلمند کې د افغان ځواکونو چورلکه لویدلې ده

د افغانستان د دفاع وزارت ویلي دي چې د هلمند ولایت   د نهرسراج په ولسوالۍ کې  دوې یوې بلک هاوک چورلکې د تخنیکي ستونزې له امله بیړنۍ ناسته کړې ده .

دفاع وزارت ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې پيښه کې چاته هیڅډول ځاني زیان ندی اوښتی.

دفاع وزارت ویلي دي چې د پيښې په اړه يي تحقیقات پيل کړي دي.

د بله پلوه طالبانو بیا  ددې چورلکې د ویشتو  ادعاء کړې ده .

د طالبانو ویاند ادعاء کړې ده چې تیره شپه د هلمند په ولایت کې د افغان ځواکونو یو بلک هاوک ډوله چورلکه ویشتې ده چې په نتیجه کې ۴ تنو پوځیانو ژون د لاسه ورکړی دی.

د بله پلوه د افغانستان د هلمند ولایت د ولایتي شورا رئیس عطاءالله افغان ویلي دي چې د دې چورلکې په پیښه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټبيان شوي دي



اړوند خبرونه