په هلمند کې پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی

د افغانستان د هلمند په ولایت کې د امنیتي ځواکونو پر پوستې د موټر بم برید شوی.

1610108
په هلمند کې پر امنیتي پوستې موټر بم برید شوی

 

د افغانستان په سویل کې د هلمند ولایت د ګرشک په ولسوالۍ کې د ملي اردو په یوې پوستې د موټر بم برید شوی دی.

د ګرشک ولسوالۍ سیمه ایزو مقاماتو ویلي دي چې پدې برید کې لږ تر لږه ۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی او ۱۴ تنه نور ټپیان شوي دي.

د اخلاص خبري اژانس خبریال سلطان فیضي ویلي دي چې دا برید د یکشنبې د ورځې د شپې په ناوخته ساعتونو کې رامنځته شوی دی.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه