په جلال آباد ښار کې ۴ پر له پسې چاودنې شوي دي

جلال آباد ښار د نوي کال په لومړۍ ورځ څلور چاودنو ولړزو

1605279
په جلال آباد ښار کې ۴ پر له پسې چاودنې شوي دي

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې څلور جلا جلا چاودنې شوي دي.

د ویلو ده چې نن یکشنبه د نوي لمریز کال یا نوروز په لومړۍ ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار  څلور جلا جلا چاودنې رامنځته شوې.

د ننګرهار پولیسو ویلي دي چې دا چاودنې د جلال آباد ښار په مختلفو برخو کې رامنځته شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو په وینا پدې چاودنو کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی  او شپږ تنه نور ټپیان شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو ویاند خبري رسنیو ته ویلي دي چې لومړۍ چاودنه د سهار د ۷ بجو پر مهال د دویمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د کنړي مارکیټ ترڅنګ شوې ده . همداشان دویمه چاودنه بیا نیم ساعت وروسته د څلورمې امنیتي حوزې مربوطاتو کې رامنځته شوه. دا چاودنه د ښار په مرکز د کرنې ریاست مخې ته شوې ده . پدې چاودنه کې یو تن مړ او یو تن بل ټپي شوی دی.

همداشان دریمه چاودنه د ګلچه فروشۍ په کوڅه شوې  او څلورمه چاودنه هم په همدې سیمه کې رامنځته شوې ده .

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې پر پولیسو چاودنه شوې چې په نتیجه کې ګن شمیر پولیس ټپیان شوي وو.

ننۍ چاودنې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې نن په ټول افغانستان کې د نوي کال یا نوروز د ورځې نه لمانځنې کیږي.



اړوند خبرونه