په جلال آباد کې دوه جلا جلا چاودنې شوي

د نوي کال په لومړۍ ورځ په جلال آباد کې چاودنې شوي

1605274
په جلال آباد کې دوه جلا جلا چاودنې شوي

د افغانستان په ختیځ کې په ننګرهار ولایت کې دوه جلا جلا چاودنې شوي دي.

د ویلو ده چې نن یکشنبه د نوي لمریز کال یا نوروز په لومړۍ ورځ د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار  دوه جلا جلا چاودنې رامنځته شوې.

د ننګرهار پولیسو ویلي دي چې دا چاودنې د جلال آباد ښار د لومړۍ امنیتي حوزې په سیمه کې رامنځته شوي دي.

د ننګرهار د پولیسو په وینا پدې چاودنو کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی  او ۶ تنه نور ټپیان  شوي دي.

د ویلو ده چې تیره ورځ هم د ننګرهار ولایت د خوږیاڼو په ولسوالۍ کې پر پولیسو چاودنه شوې چې په نتیجه کې ګن شمیر پولیس ټپیان شوي وو.

ننۍ چاودنې پداسې حال کې رامنځته کیږي چې نن په ټول افغانستان کې د نوي کال یا نوروز د ورځې نه لمانځنې کیږي



اړوند خبرونه