د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لوید آستن د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسید.

د امریکا د دفاع وزیر افغانستان ته سفر وکړ

1605441
د امریکا متحده ایالتونو د دفاع وزیر لوید آستن د یو ناڅاپي سفر په ترڅ کې کابل ته ورسید.

 

د ویلو ده چې دا افغانستان ته د لوید آستن لومړنی سفر دی.

افغاني رسنیو د خبر له مخې آستن به ددې سفر په ترڅ کې د افغانستان د ولسمشر محمد اشرف غني او یو زیات شمیر نورو مقاماتو سره لیدنې وکړي.

د امریکا د دفاع وزیر پداسې حال کې افغانستان ته سفر کوي چې  د مې د میاشتې تر لومړۍ نیټه د افغانستان نه د ټولو امریکايي ځواکونو د ویستو د مسئلې په اړه ناندرۍ دوام لري.

هغه به د افغان چارواکو سره پدې مسئلې په هر اړخیزه توګه خبرې وکړي.

امریکا متحده ایالتونو د طالبانو سره د لاسلیک کړي تړون له مخې په افغانستان ته ټول امریکايي سرتیري به د مې  د میاشتې تر لومړۍ نیټې وویستل شي خو اوس دا مسئله لږه جنجالي شوې ده .

د امریکا ولسمشر جو بایدن ویلي دي چې پدې مهم او حساس  وخت کې د افغانستان نه ټول امریکايي ځواکونو ویستل ګران ښکاري. داسې ګمان کیږي چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کیدو موده وغځول شي.

د امریکا د دفاع وزیر په هندوستان کې د خپلو لیدونو کتنو نه وروسته کابل ته ورسید.



اړوند خبرونه