د هلمند په یو جګپوړي چارواکي چاودنه وشوه

د هلمند ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ پر رئیس خونړۍ چاودنه وشوه

1596093
د هلمند په یو جګپوړي چارواکي چاودنه وشوه
هلمند۲.png

د افغانستان د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې د امنیتي قومندانۍ په د دروازې تر څنګ چاودنه شوې ده .

د هلمند ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن خالي د سهار په ساعتونو کې د امنیې قومندانۍ د دروازې ترڅنګ چاودنه وشوه.

ویل کیږي ددې برید هدف د هلمند ولایت د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس سید محمود سادات وو.

د هلمند ولایت د والي ویاند عمر ځواک خبري رسنیو ته ویلي دي چې پدې پيښه کې ۷ تنه ټپیان شوي دي خو د ځايي سرچینو بیا ویلي دي چې پدې چاودنه کې د ملي امنیت د څارنوالۍ رئیس د خپلو دوو تنو ساتونکو سره ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ملي امنیت د څارنوالۍ د رئیس سید محمود سادات کورنۍ د هغه د وژل کیدو خبر تایید کړی دی.


پيوندونه: #چاودنه , #هلمند

اړوند خبرونه