په بدخشان کې په واورې ښویدنه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

په بدخشان کې د واورې ښویدنې په پیښه کې ګن شمیر کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

1595536
په بدخشان کې په واورې ښویدنه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی

د افغانستان په شمال ختیځ کې د بدخشان په ولایت کې د واورې ښویدنې په نتیجه کې ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د بدخشان د والي ویاند نیک محمد نظري ویلي دي چې د بدخشان ولایت د ریګستان په ولسوالۍ کې د واورې ښویدنې په نتیجه کې لږ تر لږه ۱۴ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې ۴ تنه ټپیان شوي او ژوندي ژغورل شوي دي.

ویاند ویلي دي داسې ګمان کیږي چې دلته ځیني کسان اوس هم د واورو لاندې بند پاتې وي. د پلټنو چارې دوام لري.



اړوند خبرونه