د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي دي.

په کاپیسا ولایت کې طالبانو ته ستر ګوزار ورکړ شوی دی

1592519
د افغانستان د کاپیسا په ولایت کې په لسګونو تنه طالبان وژل شوي دي.

 

د افغانستان د ملي دفاع وزارت ویلي دي چې د کاپيسا ولایت د نجراب په ولسوالۍ کې د طالبانو او القاعدې ترهګرې ډلې پر خلاف هوايي او مځکنې عملیات ترسره کړي دي.

دفاع وزارت ویلي دي چې دا عملیات د کاپیسا د نجرب ولسوالۍ د افغانیه په دره کې ترسره  شوي دي چې په نتیجه کې طالبانو ته ډیر ستر ګوزار ورکړ شوی دی.

دفاع وزارت ویلي دي چې پدې عملیاتو کې د القاعدې ترهګرې ډلې د ۱۶ تنو پاکستاني غړیو په ګډون ۳۰ تنه طالبان وژل شوي دي.

طالبانو ددې بریدونو په اړه څه ندي ویلي.



اړوند خبرونه