د ننګرهار د ولایتي شورا پر وکیل چاودنه شوې ده

د جلال آباد ښار د انګور باغ په سیمه کې چاودنه شوې

1591780
د ننګرهار د ولایتي شورا پر وکیل چاودنه شوې ده

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د ولایتي شورا په یو وکیل چاودنه شوې ده .

د ننګرهار نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن خالي د جلال آباد ښار د انګور باغ په سیمه کې د ولایتي شورا پر وکیل عبدالقهار قدیر چاودنه شوې ده .

ویل کیږي پدې چاودنه کې عبدالقهار قدیر او د هغه یو تن ساتونکی ټپیان شوي دي.

د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.



اړوند خبرونه