په هرات کې د سیمه ایزو پاڅونوالو پر قرارګاه د موټر بم برید شوی

د افغانستان په لویدیځ کې په هرات ولایت کې د سیمه ایزو پاڅونوالو په یوې قرارګاه د موټر بم برید شوی دی.

1590478
په هرات کې د سیمه ایزو پاڅونوالو پر قرارګاه د موټر بم برید شوی

 

د هرات والي سید وحید قتالي  خبري رسنیو ته ویلي دي چې تیره شپه د کهسان په ولسوالۍ کې د سیمه ایزو پاڅونوالو پر قرارګاه د موټر بم برید شوی دی. هغه پدې پيښه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویلي.

د بله پلوه سیمه ایزو رسنیو بیا د عینې شاهدانو د او ځینو امنیتي سرچینو له قوله ویلي دي چې دا برید تیره شپه د هرات ولایت  کهسان ولسوالۍ د قدوس آباد په سیمه کې شوی دی.

لومړی د سیمه ایزو پاڅونوالو پر قرارګاه د موټر بم برید وشو او وروسته پرې وسله وال برید وشو.

پاڅونوالو سخت مقامت وکړ او نښتې څو ساعته دوام وکړ. پدې برید کې لږ تر لږه ۶ تنه سیمه ایز پاڅونولو ژوند د لاسه ورکړی او ۴ تنه نور ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه