په ارزګان ولایت کې لسو تنو ملکي وګړو ژوند د لاسه ورکړ
د افغانستان د ارزګان په ولایت کې لسو تنو د ګازو د نیولو له امله ژوند د لاسه ورکړی دی.
1589782
د ارزګان ولایت د والي ویاند احمد شاه ساحل خبري رسنیو ته ویلي دي چې د ارزګان ولایت د ګیزاب په ولسوالۍ کې لسو تنو ملکي وګړو د ګازو له امله مسموم شوي او ژوند يي د لاسه ورکړی دی.
هغه ویلي دي چې تیره ورځ د ملکي وګړو یو موټر چې واده ته روان وو د ګیراب په ولسوالۍ کې د هلمند سیند په اوبو کې بند پاتې شوي وو.
په موټر کې د ګازو د خوریدو له امله لس تنه مسموم شوي وو او تر څو چې دوې ته مرسته رسیده ټولو ژوند د لاسه ورکړی وو.
هغه ویلي دي چې پدې پيښه کې شپږو تنو ښځو ، درې تنو ماشومانو او یو تن هم نارینه په ګډون لسو تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د بله پلوه ځینو سرچینو ویلي دي چې پدې موټر کې د اورلګیدنې له امله دې کسانو ژوند د لاسه ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی