په کابل کې دویمه چاودنه وشوه

په کابل کې د علي روغتون په جاده کې چاودنه وشوه

1585950
په کابل کې دویمه چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې دویمه چاودنه رامنځته شوه.

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې دویمه چاودنه د کابل د علي آباد روغتون په جاده کې رامنځته شوې ده .

عیني شاهدانو ویلي دي چې چاودنه د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د علي آباد روغتون په جاده کې رامنځته شوې ده .

په چاودنه کې د مرګ ژوبلې په اړه څه ندي ویل شوي.

د کابل پولیسو ویلي دي چې چاودنه په یو کرولا ډوله شخصي موټر شوې ده.

چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده چې له بده مرغه په پیښه کې یو تن ژوند دلاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې هم د پولیسو په یو رینجر موټر چاودنه شوې وه چې چاته پکې زیان نه وو اوښتی.



اړوند خبرونه