په کابل کې ناپیژانو وسله والو دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو ووژل

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې  دوه تنه امنیتي منسوبین  پلار او زوی ووژل شول.

1584977
په کابل کې ناپیژانو وسله والو دوه تنه امنیتي منسوبین په ډزو ووژل

 

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن د سهار په ساعتونو کې د کابل د بګرامۍ ولسوالۍ د حسین خیلو په سیمه کې دوه تنه امنیتي منسوبین د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو ووژل شول.

ویل کیږي وژل شوي امنیتي منسوبین  پلار او زوی وو  چې سهار د وظیفې پر لورې روان وو.

ویل کیږي تیره شپه هم د بګرامۍ په ولسوالۍ کې غلو په یو لیني موټر برید کړی وو چې په نتیجه کې یو تن مړ او دوه تنه نور ټپيان شوي وو.

په ټول افغانستان او په ځانګړې توګه په کابل کې هدفي وژنو کچه تر ټولو لوړې کچې ته رسیدلې ده .



اړوند خبرونه