په جلال آباد کې په یو ډاکټر او پولیسو خونړي بریدونه شوي

د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې دوه جلا جلا وسله وال بریدونه شوي دي.

1584219
په جلال آباد کې په یو ډاکټر او پولیسو خونړي بریدونه شوي

 

د سیمې نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې نن سې شنبه د فبروري ۱۶ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې په جلال آباد ښار کې دوه جلا جلا وسله وال بریدونه رامنځته شوي دي.

ویل کیږي لومړنی برید  د جلال آباد ښار د دریمې ناحیې په سیمه کې د پولیسو پر موټر شوی دی چې په نتیجه کې یو تن پولیس مړ او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان دویم برید د یو ډاکټر پر موټر شوی دی.

د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې دویم برید د جلال آباد ښار د څلورمې ناحیې په سیمه کې د ناپیژاندو برید کوونکو د یو ډاکټر پر موټر شوی دی چې په نتیجه کې ډاکټر او د هغه دوو تنو ساتونکو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د دواړو بریدونو مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی. د ویلو ده چې دا لومړی ځل ندی چې په ننګرهار کې یو ډاکټر وژل کیږي . ددینه مخکې هم په پدې ښار کې په کراتو پر ډاکټرانو خونړي بریدونه شوي دي.



اړوند خبرونه