په فاریاب او زابل کې پر امنیتي ځواکونو د بریدونو په نتیجه کې ۱۳ تنو سرتیرو ژوند د لاسه ورکړی
په افغانستان او زابل کې پر امنیتي ځواکونو خونړي بریدونه شوي
د افغانستان په شمال کې په فاریاب ولایت کې د پولیسو موټر خونړۍ چاودنه شوې ده.
د فاریاب ولایت د پولیسو ویاند عبدالکریم یورش ویلي دي چې د فاریاب ولایت د المار ولسوالۍ په مرکز کې د پولیسو پر موټر د سړک د غاړې د ماین چاودنه شوې چې په نتیجه کې لږ تر لږه ۷ تنو ژوند ژوند د لاسه ورکړی دی.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې چا په غاړه ندی اخیستی.
د بله پلوه د افغانستان په زابل ولایت کې هم د طالبانو په برید کې ۶ تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی دی.
د زابل ولایت سرچینو ویلي دي چې طالبانو تیره شپه د قلات ښار د پولیسو پر پوستې برید کړی چې په نتیجه کې ۶ تنه پولیس مړه او ۲ تنه نور ټپیان شوي دي.
ځینو سرچینو بیا طالبانو د ۳ تنو پولیسو د یرغمل نیولو نه هم خبر ورکړی دی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی