په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه موټر بم بريد شوی

د ننګرهار ولايت د شيرزادو په ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه د موټر پر مټ بريد وی

1573920
په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په قرارګاه موټر بم بريد شوی

د افغانستان په ختيځ کې په ننګرهار ولايت کې د امنيتي ځواکونو په يوې قرارګاه د موټر بم بريد شوی دی. 

د ننګرهار ولايت سيمه ايزو مقاماتو ويلي دي چې بريد د شيرزادو ولسوالۍ د ګندمک په سيمه کې د عامه نظم د ځواکونو پر قرارګاه شوی دی.

د بله پلوه د ننګرهار ولايت د رسنيو دفتر ويلي دي چې 

شیرزادو ولسوالۍ ګندمک اړوند ترازو پوسته باندې د ترهګرو له لورې نن سهار د هاموې په وسیله ځآنمرګی موټر بم چادونه شوې چې له امله یې متاسفانه دعامه نظم اته سرتېرې په شهادت رسیدلي، همدا راز د شیرزادو بلال جومات سره نږدې د امنیتي ځواکونو له لورې له چاودیدونکو توکو بار 
‏ مازده ډوله موټر چې غوښتل یې جلال اباد ښار ته د ترهګریزې پېښې په موخه راشي، موخې ته تر رسیدو وړاندې نیول شوی.
‏امنیتي ځواکونه به په سیمه کې ژر د تروریستانو ځآلو د لمنځه وړلو په موخه اقدامات ترسره کړي.

د شيرزادو ولسوالۍ ولسوال خبري رسنيو ته ويلي دي چې نن خالي ورځ د جنوري ۳۰ د سهار د ۴ بجو په شاوخوا کې د ګندمک په سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر قرارګاه د موټر بم بريد وشو. 

هغه ويلي دي چې بريد د مازدا ډوله موټر پر مټ شوی چې په نتيجه کې د امنيتي ځواکونو د قرارګاه ودانۍ په کامله توګه لمنځه وړې ده. 

هغه ولي دي چې پدې پيښه کې امنيتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده خو دقيقه شميره يي معلومه نده.



اړوند خبرونه