په کندهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

د کندهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

1574058
په کندهار کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې

د افغانستان د کندهار په ولایت کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې ده .

د افغانستان ملي تلویزیون  د کندهار ولایت د امنتیي چارواکیو له قوله  ویلي دي چې نن سهار د پنجوايي په ولسوالۍ کې پر ملکي وګړو چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

په خبر کې راغلي دي چې دا چاودنه د پنجوايي ولسوالۍ د صالحانو په سیمه کې د ملکي وګړو په زرنج ډوله موټر سایکل شوې ده.

پدې چاودنه کې یو تن ماشوم په ګډون ۳ تنو ژوند د لاسه ورکړی دی.

د کندهار امنیتي سرچینو ویلي دي چې دا پيښه د طالبانو لخوا پدې زرنج موټرسایکل کې د بم د ځای په ځای کولو په نتیجه کې رامنځته شوې ده .



اړوند خبرونه