په جلال آباد کې چاودنه شوې
په جلال آباد کې عامه نظم پر پولیسو چاودنه شوې
د افغانستان په ختیځ ننګرهار ولایت کې چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن پنجشنه د جنوري په ۲۸ مه نیټه د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د پولیسو پر موټر د چاودنه وشوه.
د ننګرهار ولایت د پولیسو ویاند فرید خان ویلي دي چې نن د سهار د لسو بجو په شاوخوا کې د جلال آباد ښار د سرحدي لوا ترڅنګ د عامه نظم د منسوبینو پر موټر چاودنه شوې ده چې په نتیجه کې ۳ تنه ټپیان شوي دي.
د بله پلوه نن د سهار په ساعتونو کې په جلال آباد ښار کې د دوو تنو دولتي منسوبینو د وژل کیدو نه هم خبر ورکړ شوی دی.
د ننګرهار ولایت پولیسو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د فارم هډې په سیمه کې دوه ورونه چې یو يي د ملي امنیت او بل يي د مستوفیت کارکوونکی وو د نامعلومو وسله والو لخوا په ډزو وژل شوي دي.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی