د ننګرهار ولایت د والي د موټرو په کتار وسله وال برید شوی دی.

د ننګرهار پر والي برید شوی

1572751
د ننګرهار ولایت د والي د موټرو په کتار وسله وال برید شوی دی.

 

د ننګرهار ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن پنجشبنه د  جنوري ۲۸ مه د ننګرهار ولایت د هسکې مینې ولسوالۍ د جودرې په سیمه کې د ننګرهار والي ضیاالحق امرخیل د موټرو پر کاروان وسله وال برید شوی چې هغه ترینه روغ رمټ راوتلی دی.

ویل کیږي پدې برید کې د هغه دوه تنه ساتوونکي ټپيان شوي دي.

د بله پلوه نن د ننګرهار  ولایت  د غني خیلو په ولسوالۍ کې هم د ملکي وګړو پر یو موټر چاودنه شوې ده .

ویل کیږي دا چاودنه په یو کرولا ډوله موټر شوې ده چې په نتیجه کې یو تن ملکي وګړي ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې نن سهار په ساعتونو کې د جلال آباد  د سرحدي لوا ترڅنګ د عامه نظم پر پولیسو چاودنه شوې وه چې په نتیجه کې ۳ ته ټپیان شوي وو.



اړوند خبرونه