په کابل کې چاودنه وشوه

د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه

1571112
په کابل کې چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه رامنځته شوې ده.

د کابل نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن سې شنبه د جنوري ۲۶ مه نیټه د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غزني د موترو د هډې په سیمه کې په یو موټر چاودنه شوې ده .

د کابل پولیسو د چاودنې پخلی کړی دی. کابل پولیسو ویلي دي چې چاودنه د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د غزني هډې په سیمه کې شوې ده .

چاودنه په یو سراچه ډوله موټر شوې ده . په چاودنه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساعتونو کې د هیواد په شمال کې په کندوز ولایت کې د ولایتي شورا د مرستیال پر موټر هم چاودنه وشوه .

ویل کیږي پدې پیښه کې د ولایتي شورا مرستیال او د هغه دوه تنه ساتونکي ټپیان شوي دي.



اړوند خبرونه