په کندهار کې پر مساپر وړونکې بس چاودنه شوې

د افغانستان د کندهار – هرات په لویه لاره کې په یو مساپروړونکې بس چاودنه شوې ده .

1570216
په کندهار کې پر مساپر وړونکې بس چاودنه شوې

 

د کندهار ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن دوشنبه د جنوري ۲۵ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې د کندهار – هرات ولایتونو په لویه لاره کې په یو مساپر وړونکې بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده .

ویل کیږي دا بس د کابل نه د نیمروز ولایت پر لورې روان وو چې د کندهار په ولایت کې هرات په لویه لاره کې پر د ماین چاودنه شوې ده .

پدې پيښه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی او ۷ تنه نور ټپیان شوي دي.

همداشان نن سهار د افغانستان په پلازمینه کابل کې هم  د ایټالیا د سفارت اړوند په یو موټر چاودنه شوې وه.

د کابل پولیسو ویلي دي چې چاودنه د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د پروان ۲ په سیمه کې رامنځته شوې ده. له نیکه مرغه چې پدې پيښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.



اړوند خبرونه