په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د پروان ۳ په سیمه کې چاودنه شوې

1566580
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د څلورمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د پروان ۳ په سیمه کې رامنځته شوې ده.

عیني شاهدانو ویلي دي چې پیښه په یو ملکي موټر د مقناطیسي بم په چاودنه کې رامنځته شوې ده .

خو د کابل پولیس بیا د چاودنې ادعاء ردوي. د کابل پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته ویلي دي چې دا پیښه په یو کرولا ډوله موټر کې د اورلګیدنې له امله رامنځته شوې ده چې په نتیجه کې ۲ تنه ټپیان شوي دي.

د ویلو ده چې پرون هم په کابل کې ۳ چاودنې شوې .


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه