په کابل کې دریمه چاودنه وشوه

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د سهار راهیسې دریمه چاودنه وشوه.

1566028
په کابل کې دریمه چاودنه وشوه

 

د کابل د پولیسو ویاند فردوس فرامرز خبري رسنیو ته وویل چې نن د مازیګر په ساعتونو کې د شپږمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د چاردهي د چارقلعه په سیمه کې په یو ملکي موټر د مقناطیسي بم چاودنه وشوه.

هغه ویلي دي چې پدې چاودنه کې یو تن ژوند د لاسه ورکړی دی او یو تن بل ټپي شوی دی.

د ویلو ده چې نن د سهار د ۸ نیمو بجو په شاوخوا کې د شپږمې حوزې په مربوطاتو کې د شورا په سړک د مخابراتو او معلوماتي تکنالوژۍ د وزارت پر موټر چاودنه وشوه چې له نیکه مرغه چې چاته پکې ځاني زیان ونه رسید.

همداشان د سهار د لسو بجو او لسو دقیقو پر مهال دویمه چاودنه د خیرخانې په سیمه کې وشوه . دویمه چاودنه هم په لنډ کروزر ډوله موټر وشوه چې له نیکه مرغه پدې چاودنه کې هم چاته ځاني زیان ندی اوښتی.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه