په کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې دا ځل په ښځینه قاضیانو خونړی برید وشو
په کابل کې د ښځینه قاضیانو پر موټر وسله وال برید وشو
د افغانستان په پلازمینه کابل کې د هدفي وژنو په لړ کې داځل پر ښځینه قاضیانو خونړی برید وشو.
نن یکشنبه د جنوري ۱۷ مه نیټه د سهار په ساعتونو کې د پلازمینې کابل د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د قلعه فتح الله په سیمه کې د ښځینه قاضیانو پر موټر وسله وال برید وشو.
د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې نن سهار د لسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د دولتي کارکوونکو پر موټر د موټر سایکل سپرو برید کوونکو لخوا ډزې شوي چې په نتیجه کې دوو تنو ژوند د لاسه ورکړی او ویو تن بل ټپي شوی دی.
د کابل پولیسو د برید په اړه د زیاتو جزیاتو ورکولو نه ډډه کړې ده .
عینې شاهدانو بیا خبري رسنیو ته ویلي دي چې برید د ښځینه قاضیانو د لیږد پر کرولا ډوله موټر شوی دی.
په برید کې دوو تنو ښځینه قاضیانو ژوند د لاسه ورکړی او دوه تنه نورې ټپيانې شوي دي.
د ویلو ده چې په افغانستان کې پدې وروستیو میاشتو کې په ځانګړې توګه د څارنوالانو او قاضیانو هدفي وژنو کچه د پام وړ لوړه شوې ده .
د افغانستان د ولسمشر لومړي وزیر امرالله صالح یو څه موده مخکې ویلي وو چې د قاضیانو او څارنوالانو د امنیت ساتلو په برخه کې په یو پلان کار کوي چې له مخې به يي ددوې امنیت ونیول شي خو له بده مرغه چې اوس هم پر قاضیانو او څارنوالانو د بریدونو مخه نده نیول شوې.
د برید مسئولیت تر اوسه پورې کومې ډلې په غاړه ندی اخیستی.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی