په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست اړوند د موټر پر ورکشاپ ډله ایز برید پایته ورسید

د افغانستان په کندهار ولایت کې د ملي امنیت د نقلیه وسایطو پر ورکشاپ ډله ایز  برید پایته ورسید.

1564824
په کندهار ولایت کې د ملي امنیت ریاست اړوند د موټر پر ورکشاپ ډله ایز برید پایته ورسید

 

د کندهار ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن د سهار په ساعتونو کې د دامان په ولسوالۍ کې د ملي امنیت د نقلیه وسایطو پر ورکشاپ ډله ایز برید وشو.

ترهګرو لومړی ځانمرګی برید وکړ او وروسته ورکشاپ ته ننوتل او د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ښکیل شول.

نښتې د څو ساعته جګړې نه وروسته د ټولو ۴ واړو بریدګرو د وژل کیدو سره پایته ورسیده.

د کندهار ولایت امنیتي سرچینو ویلي دي چې پدې چاودنه او نښته کې ۴ تنه برید کوونکي وژل شوي او یو تن د ملي امنیت سرتیري ژوند د لاسه ورکړی او درې تنه نور ټپیان شوي دي.

چاودنې او نښتې د ځاني زیانونو سربیره مالي زیانونه هم رامنځته کړي دي.

د ویلو ده چې نن د سهار په ساغتونو کې  په کابل او بغلان کې هم پر پولیسو چاودنې وشوې چې په نتیجه  کې ګن شمیر پولیسو ته مرګ ژوبله واوښته.



اړوند خبرونه