په کابل کې چاودنه شوې

د کابل د دریمې امنیتي حوزې په سیمه کې چاودنه شوې

1564656
په کابل کې چاودنه شوې

د افغانستان په پلازمینه کابل کې د چاودنې غږ اوریدل شوی دی.

د کابل ښار ده بوري په سیمه کې چاودنه رامنځته شوې ده.

ویل کیږي چاودنه د کابل د دریمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د ده بوري په سیمه کې شوې ده .

د کابل پولیسو خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

د بله پلوه عینې شاهدانو او په ټولنیزو رسنیو کې د پيښې په خپرو شوو عکسونو کې ښکاري چې چاودنه په یو لنډ کروزر موټر شوې ده.

د کابل پولیسو ویلي دي چې دا چاودنه د پولیسو پر موټر شوې ده چې په نتیجه کې دوو تنو پولیسو ژوند د لاسه ورکړی او یو تن بل ټپي شوی دی. 

ویل کیږي چاودنه د کابل پوهنتون په سړک شوې ده .


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه