په هرات کې په نفوذي برید کې ګن شمیر سیمه ایز پولیس وژل شوي دي

د افغانستان د هرات په ولایت کې په نفوذي برید کې ګن شمیر اربکي سرتیري وژل شوي دي.

1564657
په هرات کې په نفوذي برید کې ګن شمیر سیمه ایز پولیس وژل شوي دي

 

د هرات ولایت د غوریان په ولسوالۍ کې د  اربکي سرتیرو په یوې پوسته کې نفوذي اربکي سرتیرو خپل ۱۳ تنه ملګري وژلي او وروسته  د وسلو او مهماتو سره یو ځای طالبانو ته پناه ورې ده.

ویل کیږي دا پيښه تیره شپه رامنځته شوې ده .

د هرات ولایت امنیې قومندانۍ د پیښې پخلی کړی دی. د هرات د پولیسو ویاند ویلي دي چې تیره شپه په غوریان ولسوالۍ کې درې تنو نفوذي اربکیانو خپل ۱۳ تنه ملګري وژلي دي.

ویاند ویلي دي چې برید کوونکي د خپلو ملګرو د وژلو نه وروسته د سیمې  نه په تیښته بریالي شوي دي.



اړوند خبرونه