د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه درې مهمې بڼسټیزې پروژې پرانیستل شوې.

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه درې مهمې پروژې د دواړو هیواذونو د ولسمشرانو په ګډون پرانیستل شوې

1563580
د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه درې مهمې بڼسټیزې پروژې پرانیستل شوې.

 

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه د اقینه- اندخوی اوسپنیزې پټلۍ، د ۵۰۰ کیلو واټه په ظرفیت د برښنا مزی او د نوري فایبر انټرنټ وصل درې مهمې پروژې رسمآ پرانیستل شوې.

د افغانستان او ترکمنستان ولسمشرانو ددې مهمې پروژې د پرانیستو په مراسمو کې د ویدیو کنفرانس له لارې ګډون کړی وو.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني ددې درې مهمو بڼسټیزو پروژې سرته رسیدل او تکمیلیدو نه د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه د اړیکو د لا پیاوړتیا په برخه کې د یو ډیر مهم ګام په توګه یادونه وکړه .

هغه وویل چې افغانستان هڅه کوي چې د وریښمو، لاجورد او نورو مهمو لارو په سر خپل مرکزي موقعیت او موقف ترلاسه کړي. افغانستان د سویلي، غربي ، شرقي او مرکزي اسیا ترمنځه د اتصال مهمه نقطه او مرکز دی.

هغه وویل چې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځه اړیکې ډیرې لوړې کچې ته رسیدلي او د لا پیاوړ کولو هوډ  يي لرو.

د ترکمنستان ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف هم ددې پروژو نه د دواړو هیوادونو د اړیکو د پياوړي کولو په برخه کې د مهم ګام په توګه یادونه وکړه.

هغه وویل چې هیواد يي د افغانستان د ځان بساینې د پروژو او هلو ځلو نه پوره ملاتړ کوي او خپل سیاسي او اقتصادي ملاتړ ته به دوام ورکړو.

هغه ددې خبرې په ټینګار وویل چې دا پروژې چې نن يي پرانیستو او ددې ترڅنګ د ټاپي پروژه هغه پروژې دې چې زمونږ د اړیکو د لا پياوړي کولو په برخه کې ډیر مهم رول لوبوي. همداشان دا پروژې د افغانستان او ترکمنستان ترڅنګ د سیمې د سولې او ثبات سره هم مرسته کوي.



اړوند خبرونه