د افغانستان په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې جلا جلا چاودنې شوي دي.

په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې چاودنې شوي

1563564
د افغانستان په کندهار او ننګرهار ولایتونو کې جلا جلا چاودنې شوي دي.

 

د کندهار ولایت نه د ترلاسه شوو معلوماتو له مخې نن پنجشنبه د جنوري ۱۴ مه نیټه د کندهار ولایت د ۱۳ مې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې چاودنه وشوه.

د کندهار ولایت د پولیسو ویاند جمال ناصر بارکزي خبري رسنیو ته ویلي دي چې چاودنه د ۱۳ امنیتی حوزې په مربوطاتو کې په یو ټکسي موټر شوې ده چې په نتیجه کې ټکسي چلوونکي ژوند د لاسه ورکړی دی. هغه ویلي دي چې دا چاودنه د مقناطیسي بم په نتیجه کې رامنځته شوې ده .

همداشان د ننګرهار ولایت په مرکز جلال آباد ښار کې د دوو جلا جلا چاودنو نه خبر ورکړ شوی دی.

د ننګرهار ولایت نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې د جلال آباد ښار د دریمې او اومې حوزو په سیمو کې جلا جلا چاودنې شوي دي چې په نتیجه کې د یوې میرمنې د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.



اړوند خبرونه