په کابل کې چاودنه شوې
د کابل د تایمني په سیمه کې چاودنه شوې
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه وشوه.
د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د کابل د څلورمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې رامنځته شوې ده.
ویل کیږي چاودنه د تایمي د پروژې په سیمه کې شوې ده .
عیني شاهدانو ویلي دي چې بم په یوې ګلدانۍ کې ځای په ځای شوی وو.
چاودنې د شاوخوا کورونو شیشې ماتې کړي خو له نیکه مرغه چې چاته ځاني زیان ندی رسولی.
د کابل پولیسو د پیښې پخلی کړی او ویلي دي چې له نیکه مرغه چې پدې پیښه کې چاته ځاني زیان ندی اوښتی.
د ویلو ده چې په کابل کې په تیرو ۲۴ ساعتونو کې په څو جلا جلا جنايي او هدفي وژنو په ترڅ کې ۵ تنه په ډزو وژل شوي دي.
د ویلو ده چې تیره شپه د کابل د پنځمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې د عربانو د ګولايي په سیمه کې په وسله وال برید کې ۴ تنو ژوند د لاسه ورکړ.
همداشان نن سهار د کابل پنځه سوه فامیلیو سیمو کې د ناپیژانو وسله والو لخوا یو تن ډاکټر هم ووژل شو.
اړوند خبرونه
په افغانستان کې په تیرو دریو ورځو کې د سیلابونو له امله ۳۳ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
په افغانستان کې په وروستیو سیلابونو کې په لسګونو تنو ژوند د لاسه ورکړی