د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د کابل د کارته نو په سیمه کې چاودنه شوې

1560537
د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د افغانستان په پلازمینه کابل کې چاودنه شوې ده .

د کابل نه د ترلاسه شوي رپوټ له مخې چاودنه د اتمې امنیتې حوزې په مربوطاتو کې د کارته نو په سیمه کې شوې ده .

عینې شاهدانو ویلي دي چې چاودنه په یو موټر شوې ده چې په لوی ګمان د مقناطیسي بم پرمټ شوي وي.

 د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند ویلي دي  چې چاودنه د عامه ساتنې د ملي تصدۍ د ویاند ضیا ودان پر موټر شوې ده چې نوموړي په ګډون ۳ تنو پکې  ژوند د لاسه ورکړی یو تن بل ټپي شوی دی.

هغه ویلي دي چې چاودنه د سهار په ۸ بجو او ۳۰ دقیقو په شاوخوا کې رامنځته شوې ده . هغه د چاودنې پړه پر طالبانو اچولې ده. طالبانو د برید په اړه تر اوسه څه ندي ویلي.

په ټولنیزو رسنیو کې  د چاودنې په خپرو شوو تصویرونو کې ښکاري چې یو موټر په کامله توګه اور اخیستی او د اور لمبې ترینه پورته کیږي.


پيوندونه: #چاودنه , #کابل

اړوند خبرونه