په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړ کې دا ځل یو تن ځوان پيلوټ په قتل ورسول شو.

د افغانستان د هوايي ځواکونو یو تن پيلوټ د نامعلومو وسله والو په برید کې ووژل شو

1554617
په افغانستان کې د هدفي وژنو په لړ کې دا ځل یو تن ځوان پيلوټ په قتل ورسول شو.

 

د افغانستان د کندهار ولایت ځايي مقاماتو ویلي دي چې نن چار شنبه د دسمبر ۳۰ مه د کندهار ولایت د څوارلسمې امنیتي حوزې په مربوطاتو کې افغان ځواکونو پیلوټ مسعود احمد د ناپیژانده وسله والو په برید کې ووژل شو.

د ویلو ده چې مسعود احمد د کندهار د ولایت د مقام په یو کیلومترۍ کې د فابریکې سرای ترڅنګ په ډزو وژل شوی دی.

هغه د هوايي ځواک د چورلکې پیلوټ وو .

هغه د هیواد د هوايي ځواکونو یو ټکړه او ځوان پيلوټ چې د پيلوټۍ زده کړې په چک جمهوریت او متحده عربي اماراتو کې کړې وې



اړوند خبرونه