د حزب الله ډلې د اسرائیلي ځواکونو پر یوې پوستې د بې پیلوټه الوتکې سره برید کړی
د حزب الله د ډلې د اسرائیلو په شمال کې د میتولا ښارګوټي ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو په یوې پوستې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ.
د حزب الله د ډلې د اسرائیلو په شمال کې د میتولا ښارګوټي ته نږدې د اسرائیلي ځواکونو په یوې پوستې د بې پیلوټه الوتکې برید وکړ. په برید کې د دوو تنو اسرائیلي سرتیرو د وژل کیدو او یو تن د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی.
د اسرائیلو د پوځ له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي، چې د ایران له ملاتړه برخمن حزب الله غورځنګ پرون ماسپښین د میتولا ښار ته څیرمه پر یوه پوسته له چاودېدونکو توکو ډک ډرون برید وکړ.
خبرپاڼه کې په دغه برید کې د ۲ تنو اسرائیلي سرتیرو د وژل کیدو او یو تن بل د ټپي کیدو نه خبر ورکړ شوی دی .
حزب الله ډلې پرون اعلان وکړ چې د اسرائیلو پولې ته څیرمه د میتولا د غیرې قانوني ښارګوټي په جنوب کې په هغه ودانۍ کې چې اسراییلي پوځیان پکې میشت ول ، د کامیکازي بې پيلوټه الوتکې پر مټ برید وکړ.
ویل شوي، چې په برید کې د اسرائیلي پوځیانو ته د پام وړ مرګ ژوبله اوښتې.
د ۲۰۲۳ کال د اکټوبر له اتمې راهیسې د اسرائیلي پوځ او حزب الله تر منځ په روانو نښتو کې ۲۸۸ د حزب الله غړي، ۶۰ لبناني ولسي وګړي، ۱۸ امل غورځنګ، ۱۳ حماس، ۱۲ د اسلامي جهاد غړي او ۷ اسرائیلي ولسي وګړي او ۱۲ تنه اسرائیلي پوځیان وژل شوي دي.